دکابل نه خپریدونکی نواراډیونن خبرورکوی چي
دافغانستان دمالي وزیرډاکټرانورالحق احدی ورسته له هغه استعفی وکړه چی دمالي وزارت دیوه مرستیال په ګوښه کولوکښي ولسمشرکرزی ورسره هوکوړی ته ونه رسید
ولسمشرکرزی په دی هکله تراوسه څه نه دی ویلي اوداهم معلومه نه ده چی ولسمشربه دنوموړی استعفی ومنی که به ئي ردکړی خودوزیرانوپه شوراکی پری خبری شوی
بل لورته دولسمشرکرزی ویانددپيښی نه ناخبری وښوده او وئي ویل چی ترواسه ئي داسی کوم سند دوی ته نه دی رسیدلی
ډکټرانورالحق احدی اوس محال د افغان ملت ګوندمشر هم دی اودکارپوهانوپه ویناکیدای شی چی دنوموړی داستعفی لامل یوهم دجمهوری ریاست په راتلوونکوټولټانوکی دګډون په موخه وی چی په ۱۳۸۸ کال کښي به وشی اونوموړی مخکښي هم ولسمشری ته دځان دنومولوڅخه خبرورکړی وو.