کور / تازه خبرونه / امریکایان د اقتصادی مشکل له لاسه پوځ ته شاملیږی

امریکایان د اقتصادی مشکل له لاسه پوځ ته شاملیږی

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی د امریکایی اقتصاد د خرابۍ له امله ګڼ شمېر امریکایان مجبورأ بیا پوځ ته شاملیږی . خبر وایی چی په تېرو څلورو کالو کی چا نه غوښتل چی پوځ ته شامل سی ځکه هر ځای ښه معاشونه او هوسا کارونه موجود وو ، خو اوس چی اقتصاد خراب سوی ، بیکاري ډېره سوې او عاید لږ سوی نو امریکایی ځوانان مجبوریږی چی پوځ ته شامل سی . یو پوځی منبع وویل چی اوس تر ۲۰۰۴ کال ۲۰٪ ډېر ځوانان پوځ ته مراجعه کوی . الیکس سټیوارټ دوه کاله مخکی هغه مهال مجبورأ پوځ ته شامل سو چی په فابریکه کی له کاره بیکاره سو . نو دﺉ هم افغانستان ته ولېږل سو چی هلته د ده ۸۷ ملګري همدا سږ کال ووژل سول . دﺉ وایی چی اقتصاد می سم سی بیرته پوځ خوشی کوم . په ۲۰۰۷ کی څه نا څه ۲۰۸۰۰۰ ځوانو پوځیانو ( نارینه وو او ښځو ) پوځ پرې یښی و . د پوځیانو هغه کسان چی نوي ورشاملیږی صرف ۳۰٪ یې تر دوولسم صنف اضافه مکتب ویلی دی او بس . یو پوځی نطاق وویل چی اقتصاد خراب سی نو زموږ بازار ډېر ګرم سی او موږ هم غواړو چی پوځیان مو ډېر سی .