کور / راپور / د ملګري ليكوال كوټي غونډه وشوه

د ملګري ليكوال كوټي غونډه وشوه

تېره ورځ په كوټه كې د ملګري ليكوال كوټي د ادبي ټولنې لخوا پنځلس ورځنۍ غونډه په خپل ټآكلي او زاړۀ ځآى كويټه هوټل كې د دې ټولنې د مشر ښاعلي پروفيسر محمود اياز په مشرۍ كې وشو.

دا غونډه چې د كوربه چاري يې حبيب الرحمٰن تاثير تر سره كولې محترم ګل خان حيرت د كلام پاك په مقدسو اياتونو سره پرانسته.

په دې غونډه كې لومړى خو بركت شاه كاكړ د پښتو ادب په يوۀ لرغوني او اولسي صنف انګۍ باندې په زړه پورې خبرې وكړې، او له دې وروسته په تنظيمي لارو چارو باندې څه خبرې وشوې، او له هغه وروسته يوه ازاده مشاعره وشوه، چې ملګرو په زړه پوري او خواږۀ شعرونه وويل، ماښام ناوخته دا غونډه پاى ته ورسېده.