کور / تازه خبرونه / د ناټو لپاره پر کاروان بله حمله وسوه

د ناټو لپاره پر کاروان بله حمله وسوه

رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی نن په لنډي کوتل کی پر هغه کاروان حمله وسوه چی افغانستان ته د ناټو لپاره اکمالات او تېل را رسوی . کله چی د دغه قطار لومړی ټرک یو پُل ته راورسېد نو طالبانو د هغه بم په چاودلو سره دا پل وران کړ چی د مخکی څخه یې دلته ایښی و . په دې پېښه کی درې کسه زخمیان سول . نور قطار ټول ودرېد ځکه د پل یوه برخه ورانه سوه . ناټو خپل ۷۵٪ اکمالات د پاکستان لخوا کوی . د دې پیښي په هکله پوره تفصیل نور نه دی ورکول سوی . پرون هم د پیښور په فیصل اډه کی پر همدغو موټرو حمله سوې وه چی ۱۲ ټرکونه یې سوځولي او دوه کسان یې وژلي وو .