کور / تازه خبرونه / وسله والو د اندړو ولسوال وواژه

وسله والو د اندړو ولسوال وواژه


د دوشنبې په سهار د غزني د اندړو ولسوالۍ ولسوال عبدالرحيم بهسوال په يوه وسله وال بريد كي ووژل سو.
د غزني امنيه قومندان د نوموړي مړينه تائېد كړې او وايي وسله والو هغه نن سهار له كور څخه د راوتلو پر مهال وژلى او يو تن ساتونكى يې ور ټپي كړى دئ.
د اندړو ولسوالي په غزني ولايت كي تر ټولو نا ارامه ولسوالي ده، چي اكثره وخت د دولتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ جګړې پكښي كېږي.
دوه كاله وړاندي په دې ولسوالي كي پر افغان ولسمشر حامد كرزي باندي هغه وخت د توغنديو بريد وسو، چي نوموړي د دې ولسوالي څخه د ليدني پر مهال د ولسوالۍ اوسېدونكو ته وينا كول.