هلمند ولایت چي دافغانیستان د یؤشمېر ناقراره ولایتونو څخه بلل کیږي په لومړي ځل یوه پوسته خانه پکي جوړیږي .
په دې باب د همدې ولایت والي محمدګلاب منګل خبري رسنیو ته وویل چي په هلمند کي د پوسته خانې د نه موجودیت له امله د لیکنو یا نورو اړینو توکو په لېږد را لېږد کي سیمییزو خلګو او په پردېس کي افغانانو یؤ لړ ستونزي له ډېره وخته څخه لرلې ، والي زیاته کړله، دې خبري ته په پام سره دا دی نن موږ په دې وتوانېدو چي ددې پوسته خانې بنسټ له عصري اړتیاوو سره سم کښېږدو .
ویل کیږي چي د نوموړي پوسته خانې د ودانۍ جوړونه به د یوه کال په موده کي د څلورنیم میلیېنوافغانیو په لګښت تر سره شي .