په کابل کې دجرمني سفارت پرپوځي اتشه باندې دوسله طالبانو لخوا يوځانمرګي بريد وشو چې په ترڅ کې يې دپوځي اتشه موټر ويجاړ او دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي اوديوپوليس په کې ټپيان شوي دي .
دکابل دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيقاتو دچارو مشر بريد جنرال عليشاه پکتياوال وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي ديوبايسکل په واسطه باندې بريد کړي اويوپوليس اوده عام وګړي په کې ټپيان شوي اودوه تنه ملکي وګړي په کې مړه دي .
بريد دحبيبي ليسي مخې ته په هغه غزيدلي سړک شوي کوم چې ددهمزنګ څخه دارلمان ته دپارلمان دسړک پرمخ تيرشوي دي .
دغه بريد پړه طالبانو پرځان منلي ده
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګنده ځايه وويل چې دغه بريد د صديق الله په نامه د کندهار يوه طالب ترسره کړى دى .
هغه ادعا وکړه چې په بريد کې د بهرنيو وګړيو موټر په نښه شوي وو، چې اته بهرنيان په کې وژل شوي او ددوى دوه موټر هم ويجاړ دي .
په کابل کې دروان کال له پيل څخه دا ١١ ځانمرګي بريد دي چې دبهرنيانو په وړاندې ترسره کيږي
درې ورځې و ړاندې دعامي روغتيا وزارت په څلورلاري کې هم ځان مرګي بريد شوي وو خو په کې بهرنيانوته مرګ ژوبله نه وه اوښتي .