بېګاه مې ته جانانه خوب کې ليدې
زما په زنګون باندې دې سر ايښى وي
ته غريو نيولى يې سلګې وهې
له خمارو سترګو دې د سپينو اوښکوامېل
ته زما غېږ ته راوړې
جانانه ستا په ليدو
زما ماشوم زړګى هم غريو ونيسي
سلګۍ ووهي
دا خپل ګرېوان په اوښکو لوند کړم درته
چې مې ښه ډېر جانانه وژړلې
نو په ژړغوني اواز مې
جانانه ستاد حال پوښتنه وکړه
چې څنګ مې ستا د حال پوښتنه وکړه
ظالم شيطان له خوبه پاڅولم
هغه ارمان مې په زړه پاتې شو
نو زر شه اوس ووايه
بېګادې ولې ژړل
ولې ژړل
څه دې ويل