نن ماپښين پر ځايي وخت دوې نيمي بجې د كابل د حبيبيې ليسې مخته چاودنه وسوه، چي د لومړنيو راپورونو له مخي ولسي كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د چين د زينها آژانس د كابل د امنيه قومندان جنرال ايوب سالنګي له خولې خبر وركړ، چي د بريد كونكي موخه د المان سفارت يو موټر و، خو هغوى ته يې زيان نه دئ اړولى.
د سالنګي په وينا پر ځانمرګي سربېره اووه كسه لارويان مړه او د لسو په شاوخوا كي كسان ټپيان دي.