په ژوند مين په انسانانو مين
زه له هرچا د وفا تمه کوم
شپه چې پلو پورته کړي ورځ ښکاره شي
زه هر ماښام د سبا تمه کوم
منم رندان مې پخواني ياران دي
خو د ملا سلام ته هم ور ځم
که د ګناه په غنم څکه کوم
خو د ثواب مقام ته هم ورځم
د هريو کاڼي نه يو بت جوړوم
هره لحظه نوى جانان غواړم
سندرې وايم د تل پاتې ښکلا
زه درناوى د هر انسان غواړم
خو نن مې چا راته په غوږ کې وويل
قلم دې مات شه قصيدې مه ليکه
سړيتوب مړدى ښکلا سپو وخوړه
د جمالياتو فلسفې مه ليکه
چې دوهم نوم دې د ښکلا ګڼلو
په هغه کلي کې د يوان دېره دي
ماران ساتي د بنيادم په غوښو
هلته اوس داسې پاړوګان دېره دي
لوګى لوګى شوې ددلبرو څڼې
مغرورې سترګې يې ځلا نه کوي
د ناز کاته يې بس يو خوب وګڼه
چاودلې شونډې يې موسکا نه کوي
څه نا اشنا ماران اوسيږي پکې
په هغو غرونو کې لعلونه نشته
اوس قلم کيږي په چړو سرونه
هلته قلم او کتابونه نشته
چې د ګبين غوندې خوږې لګيدې
هغه رڼې د چينې سپينې اوبه
اوس يې په لپه کې څوک نه شي نيوى
اوس په خوله لګي لکه وينې اوبه
بلبلان نشته د مڼو په باغ کې
دهرې ونې نه نفرت وريږي
هوسۍ هم کډه شوې ځنګل يې پرېښو
چې په دې سيمه خو وحشت وريږي
اوس د کوترو او د زرکو په ځاى
هلته قطار قطار ګونګيان ګرځي
خارو له خپلې ځالې وتختېده
په پردو کلو کې طوطيان ګرځي
راشده پام چې لار غلطه نه کړې
کلى هغه دى خو ښکلا نه لري
ملا يې لار د جومات نه پيژني
خان يې ړوند شوى دى امسا نه لري
٢٠٠٨ ، نومبر ٢٨
اسلام اباد