ږغ : عبدالله الهام جمالزی – د شعرد اورېدلو دپاره دلته کليک وکړئ ![]()
بيا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدايه بچ ساتې رڼا او څراغونه
يه مرګيه ماشومان مې راته خاندي
سره پريږده څو شپې ما او څراغونه
خپل مخونه ستا د مخ په رڼا وينځي
لمر، سپوږمئ، ستوري، بريښنا او څراغونه
په دې نور پسې سپيڅلو خلکو مه ځئ
يو ځاى شوي دي بلا او څراغونه
د وطن په هديرو کې وي درويشه
هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه
د دروېش دراني سره د بي بي سي د اوومی سټوډيو مرکه دلته اورېدلائ سئ ! Download Real Player
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه