په سيمه ييزو راډيوګانو کې چې له ولايتونو خپرونې لري، يو مبتذل تکرار پراخ شوى چې نه ده څرګنده دغه راډيوګانې د خلکو په غوښتنو، هيلو او اړتياوو خبرې دي؟ اکثره يې د زياتو ساعتونو لپاره خپرونې لري خو د خبريالي ټول معيارونه او اصول په پام کې نه نيسي.
تر ټولو بد تکرار يې ټليفوني خپرونې دي، اورېدونکي د ورځې په بهير کې له بېلابېلو سيمو راډيو ته زنګ وهي، يو وياند په سټوډيو کې ناست دى، ټليفونونه اخلي او له خپلو اورېدونکو سره خبرې کوي، وروسته د هغه اورېدونکي په خوښه سندره خپروي. يا له اورېدونکي څخه غوښتنه کېږي چې کوم شعر، ټوکه يا بل څه ووايي.
په يوشمېر راډيوګانو کې خو ټوله ورځ دغه تکرار روان وي. په بېلابېلو نومونو يې پروګرامونه پيل کړي، خو په ټولو کې دغه يکرنګي له ورايه تر سترګو کېږي.
د زياتو راډيوګانو کارکوونکي او مشران ځانونه نه په عذابوي، د وخت د پوره کولو لپاره يې دغه اسانه چار او لار خپله کړې، د دوى لګښت هم نه کېږي او دومره په عذابېږي هم نه.
دغه ستونزه جنوبي ولايتونو ته راغزېدلې، په دغو ولايتونو کې د ناامنۍ تر څنګ بېسوادي د خلکو عمده ستونزه ده او بله دا چې ګڼې نورې ټولنيزې ستونزې شته چې دغه راډيوګانې يې په کمولو او له منځه وړلو کې عمده رول لوبولاى شي، له بده مرغه چې دغو راډيوګانو له دې مسووليت څخه اوږې تشې کړي او د اورېدونکو د راجلبولو او راخپلولو لپاره داسې خپرونې کوي چې په اخلاقي او د ارواپوهنې له نظره ځوان نسل د تباهۍ کندې ته ورټېل وهي.
په کندهار او هلمند کې د ځينو دغسې راډيوګانو مشران او مسوولين داسې کسان دي چې د خبريالۍ په ډګر کې د عملي کار او زده کړې تجربه نه لري، دوى ته هم د خبريالۍ معيار دغه ډول خپرونې ښکاري. خو نه ده څرګنده دغه ډول خپرونې او پروګرامونه به دې ټولنې ته څه ورکړي.
که د دغو راډيوګانو خبريالان بهر راووځي تر هرکاڼي لاندې خورا ډېرې سوژې موندلاى شي چې کار وباندې وکړي.
په دغسې خپرونو کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي کله کله داسې ټوکې، شعرونه او خبرې خپرېږي چې اورېدونکى يې په اورېدو شرمېږي. په خپله ويندويان هم زيات مهال په خپلو کې داسې خبرې کوي او داسې الفاظ کاروي چې د کلام عفت هم نه ساتي.