کور / تازه خبرونه / د هند په حمله کی خارجی لاس خنډ ایجاد کړ

د هند په حمله کی خارجی لاس خنډ ایجاد کړ

بین المللی خبری آژانسونه د بمبیً څخه په خپلو تازه راپورونو کی وایی چی داسی ښکاری چی د هند د یرغملو تراژیدی پسله ۵۰ ساعتونو څخه مخ پر ختمېدو ده . په دې پېښه کی څه باندی ۱۶۰ کسان وژل سوي چی ۱۵ بهرنیان هم پکښی شامل دي یعنی یو جرمن ، دوه استرالیایان ، پنځه امریکایان ، دوه فرانسویان ، یو برتانوی ، یو جاپانی ، یو کاناډایی ، یو سنګاپوری ، او یو هم ایټالوی دی . د امریکا خارجه وزارت وایی چی یو شمېر نور امریکایان هم ورک دي خو تعداد یې و نه ښود . ۱۵ امنیتی کسان او ۱۱ هم حمله کونکي په وژل سوو کی شامل دي . پولیس وایی چی دوه جنګیالي ژوندي نیول سوي چی ابو اسماعیل او اجمل عامر نومیږی چی بهرنیان دي . پولیس زیاتوی چی هغوی په اعتراف کی وویل چی موږ یوه میاشت مخکی ممبیً ته راغلي وو چی دوو کسو په آبیروی او دوو نورو هم په تاج هوټل کی اتاقونه ونیول او د دغی حملې لپاره مو تیارﺉ نیوی او په دې وخت کی مو وسلې هم راوړلې او په آخری ورځ مو د هوټل د آشپزخانې څخه ډېر خواړه هم اتاقو ته راوړل . خو پولیسو دا و نه ویل چی دوی د کوم هېواد دي او چیری ونیول سول . لاکن د مهاراشټرا د لومړي وزیر مرستیال آر آر پټیل وایی چی یو حمله کونکی پاکستانی دﺉ . مګر د لندن ګارډین اخبار نن د باخبرو منابعو له قوله ولیکل چی داسی ښکاری چی په حمله کونکو کی دوه برتانوی اتباع هم شامل دي چی پاکستان الاصل دي . څیړونکي وایی چی دغی مسألې هند ، پاکستان او برتانیې ته ځکه خنډ او مشکل ایجاد کړی چی هغوی زوکیدلي په پاکستان کی دي خو متابعت د برتانیې لری نو ځکه هند حیران دﺉ چی هغوی پاکستانیان وبولی او که برتانویان ، او لندن هم حیران دی چی هغوی پاکستانیان وبولی او برتانویان . د آر آر پټیل له قوله یو تروریسټ اعتراف وکړ چی موږ شپږ میاشتی مخکی دا پلان جوړ کړی و . په نریمان هاؤس کی پریهودی مرکز باندی د کوماندویی حملې په نتیجه کی دوه حمله کونکي او پنځه یرغملیان ووژل سول چی رابی ( مذهبی راهنما ) د امریکا څخه ورغلی و خو مېرمن یې اسراییلۍ وه . د کوماندو مرستیال جی ایس بیډی وویل چی دا ډېر منظم ، ماهر او مصمم تروریسټان وو او عصری وسلې هم ورسره وې . سی ان ان وایی چی پاکستان د هند دا غوښتنه رد کړه چی د آی ایس آی لوی ریًس دې په ګروېږنو کی د مرستی لپاره هند ته ورسی . مخکی راپور ورکول سوی و چی هغه به سبا هند ته ځی . د هند او پاکستان اړیکی چی په دې وروستیو کی سمي سوي وې اوس یو ځل بیا ترینګلی سوې . خو څېړونکي دې ته ځواب نه لری چی دغو حمله کونکو ولی هیڅ غوښتنه نه لرله او اصلی هدف یې څه و . خو هغه څه چی ښکاره دی دا دی چی بمبیً په خاص ډول او هند په عام ډول په دې ضربه سره د بلیونونو ډالرو اقتصادی زیان او روحیاتی صدمه ولیده چی رغېدل به یې ډېره موده وغواړی .