کور / شعر / خان شهیدته پېرزوینه

خان شهیدته پېرزوینه

اروح دي ګل سه زموږدقام سترقهرمان شهیده
دنیانه لاړې خداي بخشلې صمدخان شهیده
تاته سلام دې عمرټول دي جیل خانې کښي تېرکړو
دقام دپاره دودیرش کاله بندخانې کښي تېرکړو
ته پرشانه سولې درته حېران ول فرنګیان شهیده
دښمن ډېرواره پرموږباندي تجربې وکړې
په څوڅوواره پرپښتون باندې حملې وکړې
بری به نه وړي آخرستایوموږبچیان شهیده
څومره سرکښه ستابچیان دي غلامي نه مني
دظلم دغه توروشپوکښي باداري نه مني
که هرڅوډېرسي دادوخت هم فرعونان شهیده
بې وارثه نه یوموږپرمخ ملي قهرمان لرو
دلروبرپښتانه مشرمحمودخان لرو
وخت به بدل سي بیابه پوره کړوستاارمان شهیده
داستاپه لاره له دې قامه ډېرځوانان ولاړل
مجیدسنګریاره کلیوال بازمحمدخان ولاړل
څنګه به هېرکړواولس یاروظریف خان شهیده
مجیدسنګریارسهیلي پشتونخواکوټه
ټول یوپښتانه یوځان ته هغه موږته داغواړي
موږپرېدي بلوڅ ته خپله ځان ته پښتونخواغواړي
تاویل هیڅ کله شمالي جنوبي نه منم
لروبریوافغان یودابېښل بربادي نه منم
ښه باندي پوهېږوځان ته ګټه برملاغواړي
دنیم پرېږدي پنجاب ته اوونیم ته شمالي واي
ماته هم په فخرخپله وروره لوڅي واي
نه یوپه خبرچي کومه سیمه کومه خواغواړي
تېرچي ترخپل سرول ننګیالي پښتانه څه دي کړل
والاړپرهرمیدان دکراچي پښتانه څه دي کړل
له دښمن سره دی ناست ددوي په وینوچي سودا غواړي
لاس دي ماته راکړل چي ماموده زه ستاوروریمه
هیڅ کله پرشانه ځم دباچاخان زه دکوریمه
داسي کول ګران دي داسي لوي زړه په رښتیاغواړي
وایم سنګریارچي دغه څه رنګه پښتانه دي
خبري دپښتوکړي دپښتوپه لاره نه دي
څومره بې ننګي ده اسلام آبادکښي چي پناه غواړي