کور / تازه خبرونه / اسټرالیا : زموږ یو پوځی ووژل سو

اسټرالیا : زموږ یو پوځی ووژل سو

د اسټرالیا د دفاع وزارت اعلان وکړ چی د دوی یو پوځی نن سهار په افغانستان کی پر یو ماین د ختلو له امله ووژل سو او دوه نور هم زخمیان سول . نطاق د پیښی ځای و نه ښود . اسټرالیا تر اوسه په افغانستان کی ۷ پوځیان د لاسه ورکړي دي .