د پكتيكا والي وياند حميدالله ژواك وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت په ميټاخان ولسوالۍ كې شپږ مخالف وسله وال، د ايتلافي ځواكونو د يوه هوايي بريد پرمهال په نښه شوي او وژل شوي دي.
ژواك وايي، چې نوموړو د ميټاخان او زرمت ولسواليو ترمنځ د غځيدلې لويې لار پر سر بمونه خښول او د پېښې په ځاى كې يو تور كرولا موټر هم پاتې شوى دى.
بل خوا په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي، چې ځواكونه يې د پكتيا ولايت زرمت ولسوالۍ د سهاكو سيمې ته د جلال الدين حقاني په يوه ځايي قوماندان پسې ورغلي، خو د دوى په وينا له كوره بريد پرې شوى او په متقابل هوايي او ځمكني بريد كې يې د يوې ښځې په ګډون پېنځه تنه وژلي دي. د پكتيا ځآيي چارواكي وايي، چې له ناټو سره په يادو عملياتو كې افغان پوليس هم ملګري وو.
د پكتيا او پكتيكا دواړو پېښو په اړه د سيمې خلك وايي، چې په وژل شويو كې ډېرى يې عام او بې ګناه خلك دي.
د يو بل خبر له مخې د پكتيا په همدې زرمت ولسوالۍ كې د پوليسو په يوه رېنجر موټر پسې بمي چاودنه شوې او له امله يې د ځايي چارواكو په خبره دوه سرتيري ټپيان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو ټولو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.