هغه دوه تنه تركي انجينران چې نږدې يوه مياشت وړاندې د خوست ښار له جنوبي برخې تښتول شوي وو، تېره شپه راخوشي شوي دي.
د خوست مرستيال والي طاهرخان صبري په همدې اړه يوه خبري ناسته كې وويل، چې نوموړي انجنيران هره ورځ له خوست ښار څخه د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ كې د يوې نوې جوړيدونكي راډيو له پاره تلل، خو دوى ته يې خبر نه وركاوه.
ده وويل، چې د خوست ځايي ادارې همغه مهال د تڼيو مشران راوغوښتل چې د تښتول شويو تركانو په پيداكولو كې ورسره مرسته وكړي او د ده په وينا د نوموړي قوم دې تړون چې كه د چا په كوركې دغه كسان وموندل شي نو د نغدي جريمې ترڅڼګ به يې كور هم سوځوي، دې ته لاره اواره كړه، چې دغه كسان بېرته روغ رمټ خوشي شي.
ويل كيږي، چې ياد انجنيران د پيسو په بدل كې خوشي شوي، خو د خوست مرستيال والي وايي د تركانو په خلاصيدوكې د پيسو هېڅ ډول معامله نه ده شوې.