محمد اصف ننګ د پوهنې وزارت د وياند او عامه اړيكو د رئيس په توګه وټاكل شو
ښاغلى ننګ نن د پوهنې وزارت د وياند او عامه اړيكو د رئيس په توګه تر اعلان وروسته اړوند رياست ته وروپيژندل شو.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدكرزي د ( ۵۳۷۵ ) ګڼې د حكم له مخې چې د لړم د مياشتې په ۳۰ مه يې صادر كړى، د ښاغلي محمداصف ننګ ټاكنه د پارلماني چارو د مشاوريت ترڅنګ د پوهنې وزارت د وياند او د عامه اړيكو د رئيس په توګه د ښاغلي محمداصف ننګ ټاكنه منظور كړې ده.
په حكم كې نوموړي ته په ورسپارل شويو چارو كې د زياتو برياليتوبونو هيله شوې.
د يادونې وړ ده چې ښاغلي اصف ننګ په تيرو دريو كلونو كې په پارلماني چارو كې د دولت د وزارت وياند او د چارو ادارې او وزيرانو شورا د دارالانشا د مطبوعاتو او د اطلاعاتو د مشر په توګه دنده ترسره كوله.