د لاس انجلس ټايمز اخبار د نومبر پر ٢٣ د يوه متقاعد روسي جنرال سره د افغانستان د جنگ او اوسني حالاتو په باب يوه جالبه او جامع مرکه کړېده. گرده مرکه د روسي جنرال پر هغو تجربو را څرخي چي د افغانستان د جنگونو په دوران کي يې تر لاسه کړي دي. ٥٤ کلن متقاعد جنرال رسلان اشيوف وايي په افغانستان کي امريکايي عسکر د شوروي عسکرو په شان پخواني اشتباهات بيا تکراروي. ښاغلى رسلان د يوې تېري تاريخي کسيې او تجربې په باب خبري کوي. د هغه تبصرې او مشاهدات تېره او گټور دي. هغه پنځه کاله په افغانستان کي جنگېدلى دى. ښاغلى رسلان په افغانستان کي ټپي سو، او د شوروي اتحاد هېرو او اتل ونومول سو. جنرال رسلان اوس د افغان د جنگ د متقاعدو عسکرو د کمېټې ريس دى. ښاغلي رسلان په مسکو کي ددې مرکې په جريان کي د افغانستان د ١٩٨٠ د کلونو د جنگونو، خاطرو، د عبرت درسونو، او په افغانستان کي د شوروي او امريکا د مداخلو او جنگونو په باب خبري کوي. مرکه کامله ترجمه سوې ده، او سبب دا دى چي نهايت ژوره او په زړه پوري ده.
پوښتنه: ايا امريکايانو د افغانستان په اشغال کي د شوروي له تجربې څخه گټه اخيستې ده او کنه؟ ايا تاسي په افغانستان کي د خپلو تجربو او ماتي په ارتباط کوم خاص د عبرت درس يادولاى سي؟
رسلان: زه تاسو ته ويلاي سم چي کوم اشتباهات موږ وکړل، او کومي خطاوي تاسو وکړې. په هر صورت، اشتباهات او خطاوي مو يو ډول دي. موږ يو کمزورى مشر، ببرگ کارمل، نصب کړ. هغه په افغانانو کي هيڅ حيثيت او اعتباره نه درلود. نن ورځ، د افغانستان مشران د افغانانو په مينځ کي هيڅ محبوبيت او ملاتړ نلري. د ببرگ کارمل په اړه افغانانو ويل چي پرته له روسي ټانکونو او برچو څخه يوه ورځ هم حکومت نه سي کولاى.
موږ افغانانو ته وويل: “گورئ، تاسو مجبوره ياست چي د شوروي کلتور او ژوند سره سم ژوند وکړئ. د شوروي په نظام کي، دين او دولت سره جلا دي، ملايان بايد پسي واخيستل سي، او بالاخره مذهب د پرگنو لپاره د ترياکو په شان تاوان لري. تاسو به په جمعي او سوسيالستي فارمونو کي ژوند کوئ. تاسو به د ځوانانو د سازمانونو او کارگري اتحاديو په شمول نوري سوسيالستي ډلي هم جوړوئ. موږ په يوه داسي ملک کي د شوروي ژوند او ثقافت غوښت چي همدا اوس د وسطي پېړيو په تور طلسم کي راايسار دى.
اوس به راسو تاسو ته. تاسو څه وياست؟ تاسو ورته واياست: “اې، افغانانو موږ تاسو ته ديموکراسي درکوو. ” افغانان لا تر اوسه پوري ددغي کلمې درسته ترجمه نلري. د شورويان په دوران کي اداري فساد ډېر وو، اوس هم رشوت او بډي زياتي دي. نه زموږ او نه هم ستاسو په دوران کي، عادي افغانانو ته کمه خاصه گټه رسېدلې ده.
پوښتنه: شورويانو په افغانستان کي د جنگي کلونو په اوج کي د نن ورځي د امريکايي عسکرو په پرتله دوه چنده عسکر لرل. اوس نو، ستاسو په نظر ايا امريکايان بايد افغانستان ته نور عسکر ولېږلي او کنه؟
رسلان: تاسو کولاى سئ چي خپل حضور پراخ او غښتلى کړى، مگر سوال دا دى چي څه شى به بدل کړئ؟ زما نظر دا دى چي تاسو درې شيانو ته ضرورت لرئ. لمړى، مرکزي دولت ايجاد کړئ. يوه داسي منلې او تکړه اداره نصب کړئ چي د ادارې فساد او اجتماعي مسايلو چاره وکړي. دوهم، په افغانستان کي بايد يوه منظمه او جنگي مسلح قوه جوړه سي. او يو داسي اقتصاد چي د افغانانو سره مرسته وکړي. که چيري تاسو هغه هېواد ته ٢٠٠٠٠٠ نور اضافه عسکر هم واستوئ، ورځ به ستاسو سي او ستاسو امر به چلېږي. خو شپه به د طالبانو وي، په تېارو کي به هغوى حکومت کوي.
پوښتنه: داسي برېښي چي امريکا د محافظه کاره مذهبي مخالفانو د پرله پسو حملو په مقابل کي يو بد او فاسد حکومت تقويه کوي. تاسو ددې تجربې سره پوره اشنايي لري. تاسو د امريکايي قومندانانو لپاره چي همدا اوس په جبهه کي دي څه سلا مشوره لري؟
رسلان: هر څه چي وکړئ، بيا هم له طالبانو څخه خلاصېدل نلرئ. تاسو مجبوره ياست چي د طالبانو سره خبرو ته کښېنئ او يوه روغه جوړه ور سره وکړئ. طالبانو ته بايد په دولتي ارگانونو کي ځاى ورکړه سي. هغوى بايد په مذاکراتو کي دخيل وي. تاسو بايد د هغوى سره گډ او موافق ټکي پيدا کړئ.
پوښتنه: نو تاسي عقيده لري چي امريکا بايد د اعتدالي او نرمو طالبانو سره خبري وکړي؟
رسلان: يقينآ. دوى بايد همدا کار وکړي. تاسو پوهېږئ چي تاسو د يوې مفکورې سره مخامخ ياست. کله چي يوه ايډيا او نظريه موجوده وي، تاسو مجبوره ياست چي د هغې د مقابلې او چارې لپاره جدي فکر او سوچ وکړئ. همدا، د شوري اتحاد د سقوط او ټوټې ټوټې کېدو باعث سو. شوروي د چا بمونو ماته نه کړه، بلکي شوروي د خصوصي مالکيت مفکورې او د توليدي وسايلو د شخصي کېدو نظرې دړي وړي کړه. په بل عبارت، د دولتي او گډ مالکيت مفکوره ماته سوه.
پوښتنه:په اوسني شرايطو کي، ستاسو په نظر به په افغانستان کي د امريکايي عسکرو برى څرنگه وي؟ د څرنگه شرايطو سره سم به امريکا وکړاى سي چي له افغانستان څخه خپلي پوځي قواوي راوباسي؟
رسلان: زه به يې داسي تشريح کړم. اوه کاله ډېر وخت دى. موږ په کال ١٩٨٥ کي د خپلو قواوو د راايسلو خبري پېل کړې، مانا دا چي پوره شپږ کاله وروسته له اشغال څخه. په کال ١٩٨٦ کي، موږ ځيني عسکر را وايستل. مگر موږ په افغانستان کي د حکومت سره مرسته کوله. کله چي موږ هلته وو، د افغان پوڅ لږ و ډېر جنگ ته چمتو وو. په اردو کي داسي جنرالان، افسران، او مامورين وه چي په شوروي اتحاد کي يې درس او تحصيل کړى وو.
په هغه وخت کي، نجيب الله جمهورريس وو. هغه او زموږ ځينو مامورينو همدا مفکوره درلوده. هغوى د ملي روغي جوړي نظريه را ميدان ته کړه. کله چي زموږ عسکر په کال ١٩٨٩ کي را ووتل، دوه يا درې کاله نجيب الله زموږ د عسکرو په نشته والي کي هم ځان ارام او مصون احساسوه.
پوښتنه: ستاسو نظر د حامد کرزي په باب څه دى؟
زه هغه نه پېژنم. مگر زه په يوه شي پوهېږم. هغه دا چي يو ناکامه جمهورريس دى. که چيري د هغه ساتنه مخصوص امريکايي عسکرکوي، نو بيا تاسو خپله پوهېږئ چي په عامه خلکو کي ددغه شان يو جمهورريس په ارتباط نظر څرنگه وي؟
ايا تاسو ته يو داسي وخت او يا حادثه در په يادېږي چي تاسو ته د لمړى ځل لپاره دا په ډاگه سوه چي نور نو په افغانستان کي شوروي اتحاد جنگ بايلي، او يا دا چي پرته له وتلو څخه بله هيڅ چاره نسته؟ هغه کم وخت او څه حادثه وه؟
رسلان: کله چي موږ افغانستان ته په ١٩٧٩ کي داخل سوو، خلکو څه نا څه زموږ تود هرکلى وکړ. پوره يو کال وروسته، ٤٠ فيصدو افغانانو زموږ څخه کرکه کوله. پنځه کاله وروسته، ٦٠ فيصدو خلکو زموږ څخه کرله کوله. او په کال ١٩٨٩ کي چي موږ خپل ټول عسکر له افغانستان څخه را وايستل قريب ٩٠ فيصدو افغانانو زموږ څخه کرکه درلوده. نو بنا، موږ پدې پوه سوو چي موږ د پرگنو او ولسونو سره مخامخ يو.
په افغانستان کي، زموږ سياسي واکمنانو اشتباه و کړه. نظامي اصل امر کوي چي عمليات بايد وسي، مځکي بايد لاندي سي، او بالاخره قدرت بېرته ملکي کسانو ته وسپارل سي.
پوښتنه: د شوروي د اشغال په دروان کي، څه د پا سه يو ميلون افغانان او څوارلس زره روسي عسکر ووژل سول. د دغه جنگ نتيجه يوه اوږده کورنۍ جگړه او بيا د طالبانو عروج دى. ايا شخصا ته خپله ددې جگړې په باب پښېماني لري او کنه؟
رسلان: هو. له هر لحاظه، له انساني او بشري لحاظه، له پوځي لحاظه، زه پخپلو کارونو باندي ډېر متاثره او پښېمانه يم.
پوښتنه: ايا يو بې ثباته افغانستان د روسيې لپاره يو ستراتيژيک خطر نه دى؟ روسيه پخپله د پخوانۍ شوروي د پلو په اږدو کي د اسلاميسټانو سره لاس او گريوان ده.
رسلان: يقينا. لمړى به همدا گزگ مرکزي اسيا ته را رسېږي، او بيا به له مرکزي اسيا څخه جنوبي روسيې ته راوغزېږي. همدا سبب دى چي روسي فدراسيون مجبوره دى چي هلته فعاله ونډه ولري، په تېره بيا، په اقتصادي او نورو ساحو کي.
پوښتنه: ستاسو په نظر ولي د افغانستان په باب په روسي مطبوعاتو کي بحث او رپوټونه لږ او محدود دي؟ عامه روسان د افغانستان د شرايطو په اړه څه فکر کوي؟
رسلان: موږ خپلو ستونزو لاندي کړي يو. موږ په قفقاز کي مشکلات لرو. موږ پخپل اقتصاد کي ستونزي لرو. نن ورځ، موږ د شوروي اتحاد د زماني مدني ټولنه او جامعه نلرو. نن سبا، هره کورنۍ د رزق او روزي د پيدا کولو په غم گرفتاره ده. حتى زموږ فدرالي حکومت هم د افغانستان لپاره کمه خاصه ستراتيژي او پلان نلري.