دکونړ چارواکي وايي دغه وګړی دشيګل ولسوالۍ د شلطن په سيمه کې چې دډېورنډ پولې ته څيرمه پرته ده دملې امنيت دکسانو له خوا نيول شوى دى.
دده سره يو بل افغان هم نيول شوی چې د چارواکو په وينا وسلې او گڼ توغندي ورسره وو.
دکونړ والي فضل الله وحېدي وايي ګڼ شمير توغندي بمونه او نوره وسله له نيول شوو کسانو سره وه .
د کنړ څخه د لراوبر ويبپاڼي خبريال وايي که څه هم چارواکي د پولي هغه خوا اوسيدونکي افغانان د پاکستانيانو په نومونو يادوي ، خو ياد سوئ کس پاکستانی نه بلکي دډيورنډ د هغه غاړي باجوړ دسيمي اوسيدونکی (افغان) و .