کور / تازه خبرونه / ناټو او ولس بايد په ګډه انتخاباتو ته زمينه مساعده كړي

ناټو او ولس بايد په ګډه انتخاباتو ته زمينه مساعده كړي


د جرمني په برلين ښار كې د روان ميلادي كال پر ۱۹ مه نېټه ، دافغانستان د ۲۰۰۹ زكال د انتخاباتو او امنيت په اړه  د (HEINRICH BOLL STIFUNG) انسټيټوټ لخواغونډه جوړه شوه.
نوموړې غونډې  ته دميدان وردګوولايت پخوانى والي او پخوانى افغان ډپلوماټ ښاغلى عبدالجبار نعيمي هم بلل شوى ؤ، چې د غونډې  په اړه يې له موږ سره  معلومات شريك كړيدي.
هغه وويل،چې  په نړيوالې ټولنې يې غږ كړى،چې د انتخاباتو كمېسيون بايدد افغانستان د حكومت او نړيوالې ټولنې  تر څارنې لاندې په خپلواكه او شفافه توګه چارې ترسره كړي. د انتخاباتو د كمېسيون د غړيو امنيت او خونديتوب بايد تامين كړي. تر څو ازاد، عادلانه او شفاف انتخابات ترسره شي.
هغه ديوې پوښتنې په ځواب كې، چې انتخابات به څومره د اعتماد وړ وي، ويلي: چې د امنيت  خرابوالى به پر انتخاباتو اثر وكړي.خو په انتخاباتو كې د ګډون لپاره بايد سياسي ګوندونه، ډيموكراټيك بنسټونو، مدني ټولنې، د مېرمنو ټولنې ، ديني عالمان، قومي مشران او عام ولس وهڅول شي. او په دې پروسه كې دې ولايتي شوراګانې، دولسي جرګې غړي او سيمه ايزې  شوراوې هم راګډې كړاى شي.
هغه په غونډه  كې ويلي،چې د انتخاباتو د نوم ليكنې پروسې ته دې يو شفاف ميكانيزم رامنځته  شي،  چې په ټولو ولايتونو كې يوشان نوم ليكنه وكړي.
هغه ويلي، چې د ۲۰۰۴ ز كال په انتخاباتو كې په پاكستان او اېران كې مهاجرينو ته په انتخاباتو كې برخه وركړل شوې وه، نو د ۲۰۰۹ ز كال  په ټاكنو كې دې هم ونډه وركړل شي.
په دغې غونډه كې ويل شوي،چې په ولايتونو كې دې دعامه پوهاوي لپاره غونډې او سيمنارونه جوړشي او ولس ته دې  د انتخاباتو د ګټو په اړه پراخ معلومات وركړل شي.
ښاغلي نعيمي ويلي،چې افغان حكومت، ناټو او ولس بايد په ګډه راېيو وركولو ته زمينه مساعده كړي.او د ټولو ولايتونو وګړيو ته يو شان د راې وركولو زمينه مساعده شي. او دانتخاباتو د كمېسيون د چارو دشفافيت لپاره  دې نړيوالې ټولنې استازي دغه چارې تر څارنې لاندې ونيسي.
ښاغلي نعيمي ويلي چې د ۲۰۰۴ ز كال په توپير به د ۲۰۰۹ ز كال په انتخاباتو كې ډېر خلك برخه وانخلي. خو د نړيوالې ټولنې فعال ګډون او هلې ځلې كولاى شي، انتخاباتو لړۍ كاميابه او شفافه كړي.