دپولې هاخوا په سوات كې نا څرگندو كسانو نن دوه تنه چې يوه يې ښځه ده په ډزو سره ووژل ، ځايې چارواكي وايې په وژل شويو كسانو كې يو تن د خلكو دگوند غړي او بله دښځو يوه فعاله وه، كه څه هم تر اوسه ديادو بريدونو پړه چا په غاړه نه ده اخستي خو دتيريوه كال راهسي چې په سوات كې دطالبانو په وړاندي عمليات پيل شوي لسگونه تنه په ورته پيښو كي وژل شوي دي.