رویټر خبر ورکوي چی ملګری ملتونه په خپل تازه راپور کی وایی چی په افغانستان کی د کوچنیانو پر ضد یرغلیز اعمال او تشدد زیات سوی دی . د یونیسیف اجرایًوی مرستیال « هیلډی جانسن » وویل چی دا راپور ښیً چی په افغانستان کی څنګه دا ناوړه اعمال نور هم ډېر سوي دي . په دې راپور کی د هغه ۱۲ کلن هلک ذکر هم سوی چی طالبانو د ۲۰۰۸ د مې پر ۱۲ د ځان وژونکي په توګه استخدام کړی و . یونیسیف زیاتوی چی لویدیځ پوځیان هم کوچنیان وژنی او هغه پېښه یادوی چی په جولای کی دغو پوځیانو په هوایی حمله سره ۴۷ ملکی کسان ووژل چی ۳۰ یې کوچنیان وو . راپور تشویش ښکاره کوی چی په افغانستان کی د کوچنیانو مکتبونه سوځل کیږی ، کوچنیان وژل کیږی ، په ملیشو او پوځ کی استخدامیږی ، جنسی تیري ورباندی کیږی او تر ټولو ناوړه دا چی د « بچه بازۍ » په غرض استعمالیږی . راپور پر ټولو خواوو د دې غیر انسانی تیریو د بندښت ږغ کوی .