د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي د امريكا نوي ټاكل سوي ولسمشر باراك اوباما تېره شپه افغان سيال حامد كرزي ته ټلېفون وكړ او د خپل حكومت پر مهال يې له افغانستان سره د زياتو مرستو، د پوليسو او پوځ د روزني د چټكتيا ژمنه وكړه.
دا په داسي حال كي ده چي د امريكا نوي ولسمشر د انتخاباتي كمپاين پر مهال د افغانستان پر جمهور رئيس حامد كرزي او د هغه پر اداره باندي سختي نيوكي كړي وې او نوموړى يې يو بې كفايته مشر ګڼلى و او د كرزي اداره يې په فساد ككړه بللې وه.