عرب تلوېزون د سعودي د بهرنيو چارو وزارت د يوه لوړ پوړي چارواكي له خولې خبر وركړ، چي سعودي پاچا عبدالله ملامحمدعمر ته د پناه وركولو وړانديز نه دئ كړى.
تېره ورځ د المان د شپيګل مجلې د سعودي پاچا په حواله خبر خپور كړى و چي دى غواړي د امريكا د جمهور رئيس ډبليو بوش او افغان ولسمشر حامد كرزي سره په مشوره د طالبانو مشر ملامحمدعمر ته پناه وركړي، خو د سعودي د بهرنيو چارو وزارت وايي د دوى حكومت داسي كوم پلان تر لاس لاندي نه لري.