کور / شعر / انسان

انسان


ښايسته لكه خليل، د نمرود غوندې بدرنګ
د روح غوندې ښكلى، د وجود غوندې بدرنګ

تك تور له ماښام، تك سپين له سحر
د خاورو نه لاندې، د عرش برابر

غلام دى د ټولو، د ټولو بادار
څښتن د هر څه، خو هر څه ته ايسار

خاموش له نسيم، كړي شور د سيلاب
څه سخت لكه كاڼى، نازك تر ګلاب

ناتوان له ايرو، زورور له توپان
لوېدلى انسان دى، ښاغلى انسان