دشمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې بیګا درې بجې په یو کور دتوغول شوي توغندي په برید کې چې کوم څلور کسان وژل شويدي ،
په هغو کې د القاعده دوه اهم غړي راشد روف او ابوالعصر مصري هم شامل دي
په برنګم کې پیدا شوې راشد روف په نهم اګست ۲۰۰۶ کې د پاکستان پولیسو نیولی وو او بیا په دسمبر ۲۰۰۷ کې د پولیسو د ولقې نه په تېښته کې بریالی شوی وو راشد روف د لندن طیاره کیس کې برتانې ته مطلوب وو