کور / شعر / اشعار

اشعار

سترګي پښتني دي در کتای نسم
ګراني ستا محل ته نور درتلای نسم


دهر او زمان اوس هم ظلمونه کړي
نوم دي د چا مخ ته اخیستای نسم


نور به د زړه راز په شیر کښي نه وایو
ستا دا ښکلی شیر به بیا لوستای نسم


کله به د دې وطن نه کډی کړو
ځه چې ځو نور دلته اوسیدای نسم


داود شا – کندهار


 



څلوریځه


اغیارو ټپی کړی یمه خپل ځان را ځنی ورک دی
د غیرت په سردرو کی عجب خان را ځنی ورک دی


سرحد د لر او بر یی د نفاق په اور کی وسول
پښتون یمه ساده پښتونستان را ځنی ورک دی


محب الله محب – مزارشریف



څلوريزه


داسمان تندره ورېږه ما سردرته نيولی دی
زه يمه پښتون زلمی ما ټټر درته نيولی دی
د وطن د ننګ لپاره سر په تيګه جنګومه
زه اور سره جنګېږم ما سنګردرته نيولی دی


ډاکټر بيديا