کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې خبر ورکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د حقیقت موندنې یو پلاوې نن کابل ته راځي.

ورځپاڼه د خبر په دوام لیکي چې دغه پلاوې به د یوې اونۍ لپاره په افغانستان کې وي او پدې موده کې به د افغان دولت ملګرو ملتونو او نړیوالو ځواکونو تیر اووه کلن فعالیتونه وڅیړي.

ورځپاڼې په یو جلا سرلیک کې دا هم لیکلي دي چې امریکا د افغانستان په اړه د خپلې نوې ستراتیژۍ مسوده څیړي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ایران د کورنیو چارو د وزارت په حواله لیکلي دي چې له ایران نه نا قانونه افغان کډوال ایستل کیږي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوې په سفر تبصره کړې او ددغه پلاوي له لوري يې د افغانستان د واقعتونو څیړل یو مهم ګام بللې دې.

ورځپاڼې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې له مشر سره د ولس مشر کرزي د لیدنې خبر هم ورکړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې پخپله خوښه د افغان کدوالو راستنیدل غواړي.

ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره د زغم او تفاهم په اړتیا ټینګار کړې دې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي سفر ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دغه پلاوې به په افغانستان کې روان امنیتي حالات، بشري حقوق د حکومت کړنې او نړیوالې مرستې واروزي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې بیا له امریکا نه د کاناډا د دفاع وزیر دا ګیله راغستې چې د افغانستان په اړه يې سیاست مبهم دې.

ورځپاڼې د لومړي  د خپل لومړي مخ په سر کې د برطانیې د پارلمان د غړو دا غوښتنه راغستې چې برطانوي ځواکونه دې له افغانستان نه وویستلې شي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو بحث کړې او لیکلي دي چې دا انتخابات باید پخپل وخت ترسره شي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ په حواله لیکلي دي چې د کابل پوهنتون د ځینو محصیلینو وروستې اعتراض د اساسي قانون په خلاف وو.

ورخپاڼې د همدې مسلې په اړه د هیواد د ځینو سیاسي کارپوهانو په حواله لیکلي دي چې دا اعتراض د هغو ډلو ټپلو لخوا تنظیم شوې وو چې په هیواد کې د ملي یوالي خلاف دي.

په ورځپاڼه کې د بې سرحده خبریالانو د ټولنې دا غوښتنه هم راغستل شوې چې د کاناډايي خبریالې دوه افغان همکاران دې خوشې شي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات څیړلي او هغه يې له ابهامه ډک بللې دي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې بیا د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د وروستیو څرګندونو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې د انتخاباتو نیټه څوک ټاکي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او د سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د هیواد د روانو حالاتو په اړه د ولس مشر کرزي په راډیويي وینا تبصره کړې چې پکې د دینې عالمانو او قومي مخورو رول ته اشاره شوې.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې ځینۍې غلامانه ذهنیتونه اوس هم د نورو لخوا د بدلون تمه لري.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د افغانستان ایران او ملګرو ملتونو په درې اړخیزه غونډه کې پدې ټینګار وشو چې د نشه يې توکو په خلاف روانه مبارزه دې نړیواله شي.

ورځپاڼې په یو جلا سرلیک کې په افغانستان کې په قومونو د وسلو د ویشلو لپاره د امریکايې قومندانانو طرحه ناسمه بللې ده.

ورځپاڼې دا خبر هم ورکړې دې چې د اسلامي هیوادونو کانفرانس د اسلامي عدالت محکمه جوړوي.


د پیمان نا دولتي ورخباڼې بیا په یو مطلب کې د اوباما لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې دا سپارښتنه راغستې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاریو ته وده ورکړي.

په ورخپاڼه کې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته هم کتنه شوې او د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په حواله لیکل شوي چې د راتلونکي کال د تلې د میاشتې نه مخکې د انتخاباتو ترسره کول نه خو امکان لري او نه به هم مشروع وي.