نن دجمعی په ورځ دپاكستان په ډيره اسماعيل خان سيمه كې د شاهدحسين اقبال دجنازي پر مهال دريموټ كنټرول ماين چاودنه وه شوي چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول .ځايې پوليس وايې چې شاهد اقبال دجمعي په شپه دناڅرگندو كسانو په ډزو وژلي شوي و او دا چاودنه يې نن په جنازه كې رامنځ ته شوه ،كه څه هم دياد بريد مسوليت تر اوسه چا په غاړه نه دي اخستي خو دا سي گنگوسي دې چې كيدايشي دحسين اقبال وژنه او په جنازه كې يې چاودنه دسني شعيه تربګنيو له امله رامنځ ته شوي وي . ياده دې وي چې حسين اقبال شعيه و او په دي وروستيو كې ډيره اسماعيل خان دډيرو سني اوشعيه پيښې شاهدو