کور / تازه خبرونه / په افغانستان کی ۸۱ پاکستانیان بندیان دي

په افغانستان کی ۸۱ پاکستانیان بندیان دي

د پاکستان « ډان » ورځپاڼه د خارجه وزیر مخدوم قریشی له قوله لیکی چی ۸۱ پاکستانیان د افغانستان په بیلابیلو جیلونو کی بندیان دي . راپور وایی چی په دې ۸۱ نفرو کی ښځی او کوچنیان هم شامل دي . د دې بندیانو څخه ۶۷ په کابل کی ، ۱۰ په جلال آباد کی ، ۳ په هرات کی یوه ښځه هم په مزارشریف کی شپې سبا کوی . راپور زیاتوی چی د دې جملې څخه یوولس نفره د تروریزم او ورانکارۍ په تور بندیان دي ، متباقی د مخدره موادو د قاچاق ، غیرقانونی داخلېدو ، د جعلی پیسو د لرلو او جعلی اسنادو په تور بندیان دي . د دې بندیانو څخه څلور یې ښځي دي . راپور زیاتوی چی ۳۰۹ پاکستانیان هم په امریکا کی او ۸۱ نور هم په جنوبی افریقا کی په مختلفو تورونو سره بندیان دي او ۸۵۶۲ پاکستانیان هم په تیرو درو کالو کی د ترکیې څخه را شړل سوي دي چی غوښتل یې د ایران له لاری ترکیې ته تر ننوتلو وروسته اروپا ته ولاړ سی .