هغه افغان وی چی وطن کړی ګلستان افغان کله ورانوی افغانستان افغانیت کی ورورګلوی اوزړه سواندوی که فقیر وی ، که دارا وی ، که دهقان هیڅ زورمند ته افغان نه تسلیمیږی هیڅ افغان حقارت نه منی په ځان له پلرو افغان ته پاتی دی میړانه افغان کله وی نوکر د نوکران په یولاس دوه هندواڼه نه نیول کیږی
یا افغان شه یا رعیت د عر بان
چی معاش د پردو له جیبه اخلی ها نوکر د پاکستان وی یا د ایران څوک ملا یی نه نیوو په مسجد کی اوس ځان بولی لمسی د میرویس خان چیری یاستي افغانانو بیدار شي اوسنی رهبران نه دی یو افغان سره یو شي د وحدت لاسونه ورکړی له وطن مو کړی خارج دا شیطانان دوی له پلار او له موره افغان نه دی هرافغان ته شو څرګند او هم عیان پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) جرمنی ۲۰-۱۱-۲۰۰۸