چه دچا یمه همراز د چا شکمن
یم د چا د سترګو خار د چا خوږمن
زمانی چه خپلی لوبی په ما وکړی
یم دچا سره اوس دوست دچا دښمن
د ریا او صداقت توپیر لږ شوی
یم د بعضو اشنایانو ګیله من
هرسړی چه ترمطلبه پوری یار شو
اعتبار په بعضو نشته عزت من
څه دنیاشوه څه روزګاراوڅه یی خلک
څوک د چا په ښو کی ندی رضامن
افغانی پام چه د زړه راز افشا نه کړی
په ظاهرو او باطنو یم شکمن