د پښتونخوا ایالت شورش زده سېمه باجوړ ایجنسۍ په بدان کلي کې د ماښام د لمانځه په وخت یوه بمي چاودنه وشوه چې د لومړنیو اطلاعاتو دمخه پکې پنځه کسان ووژل شو.په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مخکښ مخالف او د قبایلي لښکر مشر ملک رحمت الله هم شامل دی
په پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي کوم چې د باجوړ خار مرکزي روغتون ته وړل شوي دي