کور / تازه خبرونه / کرکټ : افغانستان ، ايران ته ماتې ورکړه

کرکټ : افغانستان ، ايران ته ماتې ورکړه

د آسيا د کرکټ ددويمې درجې هېوادونو د ځوانانود ملي لوبډلو د سياليو په ترڅ کې نن افغانستان ايران ته په ماتې ورکولوسره ، ددې سياليو نيمه پاى لوبې يا سيمي فاينل ته لاره پيدا کړه .
له ١٧ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو لوبډلو دغه سيالۍ ( دلړم په ٢٧مه) د تايلينډ په پلازمينه بنکاک کې پيل شوې چې پکې افغانستان ، ايران، تايلينډ، چين، مالديف، ايران، ميانمار او د عمان په ګډون اوه هېوادونه برخه لري .

د ايران لوبډلې قرعه يا پچه وګټله او لومړى يې پخپله لوبه يا بيټنګ وکړ ، د ايران ټوله لوبډله په يو دېرشم اوورونو کې ٤٥ منډې جوړې کړې او وسوځېدله .

په بنکاک کې د ځوانانو د ملي لوبډلې روزونکي یا کوچ کبیر خان وويل چې د افغانستان له لوري نجيب او عبدالله د سيالې ډلې درې ، درې او افضل دوه لوبغاړي وسوځول .
د نوموړي په وينا، افغاني توپ وهونکيو يا بيټسمينانو د ايران لخوا ورکړل شوى هدف (٤٥) منډې په ډېرې اسانۍ سره پرته له دې چې کوم لوبغاړى يې وسوځېږي په لسم اوور کې ترلاسه او ٤٦ منډې يې جوړې کړې او دا لوبه يې وګټله .
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکى کبير خان چې ايران ته په ماتې ورکولو سره افغان لوبډله د تايلينډ دسياليو نيمه پاى لوبې يا سيمي فاينل ته لاره پيدا کړه.
کبير خان هيله څرګنده کړه چې دافغانستان د ځوانانو ملي لوبډله به په نيمه پاى لوبه کې هم ښه لوبه وکړي .
افغانستان ددې سياليو په ب ګروپ کې دى ، عمان ددې ګروپ په سر کې دى او افغانستان په دويم مقام کې ، دروانو سياليو د مقرراتو له مخې د الف ګروپ لومړۍ ډله د ب ګروپ له دويمې او د ب ګروپ لومړۍ د الف ګروپ له دويمې ډلې سره په نيمه پاى لوبه کې مقابله کوي .
په دې اساس افغانستان به په نيمه پاى لوبه کې له کوربه هېواد تايلينډ سره د راتلونکې شنبې په ورځ سيالي کوي.
نن په نورو سياليو کې عمان ميانمار يا برما ته ماتې ورکړه .
دروانو سياليو په ترڅ کې عمان افغانستان ته او افغانستان، ميانمار ته ماتې ورکړې ده .