د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دې وینا ته ځانګړې کړې چې د پاریس د غونډې هر اړخیزې پلان باید پلې شي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د ویاند په حواله لیکلي دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو نه ملاتړ کوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د تیرو اوو کلونو پیښې او ستونزې څیړلي دي.
د اصلاح دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له ماشومانو نه د ناوړه ګټه اخستنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په پلمه د افغان ماشومانو حالت څیړلې او هغوې ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ولس مشر کرزي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې د روان بحران د پاې ته رسولو لپاره د جګړې لاره خپلول معقول کار ندې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا ولس مشر کرزي ته په خطاب کې لیکلي دي چې شپږ ویشت میلیونه افغانان په بیوزلۍ کې ژوند کوي او د هغوې د ستونزو د هواري لپاره باید د حل مناسبه لاره ولټولې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د نورو بهرنیو سرتیرو د استولو په پلان تبصره کړې خو هغه يې یو ناکامه کار بللې دې.
د ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکل شویدي چې دولت او طالبان باید د خلکو لپاره له خپلو غوښتنو تیر شي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د یو امریکايې جنرال دا څرګندونې راغستي چې ویلي په افغانستان کې د سولې او امن د ټینګښت لپاره باید له قومي مخورو او د طالبانو د تحریک له پخوانیو غړو نه به کار واخستلې شي.
خو ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د عمومي افکارو په خلاف لیکلي دي چې د ترورزم ستونزه یوازې او یوازې په پوځي لاره هواریدلې شي.
په ورځپاڼه کې د افغانستان د ملي جبهې کړنو ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي چې دا جبهه باید یوازې انتقادونه ونکړي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د کورنیو چارو وزارت ته د ډیاګ د پروګرام سپارلو ته په اشارې د کورنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې د دولت پرته هیڅ څوک حق نلري چې وسلوال حاکمیت ولري.
ورځپاڼې د ولسي جرګې د ځینو غړو په حواله لیکلي دي چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې دوهمره په اسانۍ سره نشي پیلیدلې.
په ورخپاڼه کې د ناټو د عمومي منشي دا وینا هم راغستل شوې چې په افغانستان کې د نا امنیو د پاې ته رسولو لپاره سیاسي حل لارې ته اړتیا ده.
د انیس او هیواد دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کېد نا قانونه وسلو شتون د امن او سولې په وړاندې خنډ بللې او د نا قانونه وسلو په ټولولو يې ټینګار کړې دې.
خو انیس بیا هم د سولې او پخلاینې مسله راغستې او لیکلي دي که افغانان ګذشت او خبرې ونکړي نو څه وکړي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان او د پاکستان په سرحدي سیمو کې روانو جنګونو ته په اشارې د یو امریکايې جنرال په حواله لیکلي دي چې طالبان خپل پناه ځایونه له لاسه ورکوي.
په ورځپاڼه کې د زعفرانو د کښت په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې دا د کوکنارو د کښت په وړاندې یو رقابت دې.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو مسله راغستې او لیکلي دي چې دا انتخابات به له قانون سره سم پخپل وخت ترسره شي.
ورخباڼې پخپله سرمقاله کې د افغان ماشومانو ستونزې راسپړلي او لیکلي دي چې دوې ته نه پاملرنه په اصل کې راتلونکې ته نه پاملرنه ده.
په ورځپاڼه کې د خوراکي موادو د کمښت په اړه شته اندیښنې هم راغستل شوي او د هغوې د حل غوښتنه شوې ده.