حبیب الله د احمد شاه بابا د زمانې شاعر دی . د اشعارو ددیوان قلمي نسخه یې د ډیلي په موزیم کې تر (۸)لمبر لاندې خوندي ده .
دا نسخه پوهاند رښتین لیدلې ده او د هغې په باره کې یې لیکنه کړې ده چې دغه نسخه ګل محمد پيښوري د محمدي صاحبزاده په وینا په ۱۱۷۵ هجري کال کې لیکلې ده .
داد شاعر ددیوان نسخه ده چې په پای کې یې یو الف نامه او مثنوي هم شته د شاعر د خپلو اشعارو نه څرګنديږي چې دی اصلا کندهاری دی او په کابل او پيښور کې هم اوسیدلی دی . دی وايي:
زه حبیب چې اشنا نه وینم په سترګو
پيښور را ته تنور شو له کابله
او کندهار داسې یادوي :
نن به وایم څو خبرې آه ارمان دی کندهاره
ښه خوږه ښایسته نا د ره آه ا رمان دی کندهاره
چې راپورته له خیبر شوم سترګې مږم په ژړا شوم
تو به ګار له پردو خپل شوم آه ارمان دی کندهاره
چې داخل په کندهار شوم ناارامه پر کرار شوم
په ثنا د کردګار شوم آه ار مان دی کندهاره
چې بادشاه یې ډیر عالي دی بیا دویم یې شاه ولي دی
مستقیم په خپل ولي دی آ ه ار مان دی کند هاره
چې یې نوم احمد بادشاه دی کل عالم دده نیک خواه دی
شاه ولي یې پشت پناه دی آه ارمان دی کند هاره
حبیب الله په خپلو اشعارو کې د څوکنو د میا عمر صاحب ډیره ستاینه کوي او د هغه مرید ښکاري .د احمد شاه بابا مشهور جنرالان ابدال خان ،شا پسند خان او عظمت خان یې هم ستایلي دي
د حبیب الله له دیوان څخه د شعر نمونه :
دا زما دلبر به څه که چې خبرې له ما نه که
که خندم سر او مال دواړه نه یې اخلي په کونجکه
درست جهان را ته تنور شي چې مې یار رقیب ته تله که
درقیب علاج اسان دی که مې یار څه خوله زړه که
واړه داد دي په ما شوي چې مې یار ویل خواږه که
ته چې ځې نو په ما غم شي له خیبره تر اټکه
رقیبان په ما پوهیږي چې بدي به نوره نه که
د حبیب ویل خواږه دي له مهمنده تر خټکه