کور / تازه خبرونه / یو پاکستانی جنرال ووژل سو

یو پاکستانی جنرال ووژل سو

بی بی سی د اسلام آباد څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی نامعلومو وسلوالو نن په اسلام آباد کی د استخباراتو یو متقاعد جنرال امیر فیصل علوی په ډزو وواژه . د هغه ډریور هم وژل سوی دی . دﺉ نن د خپل کور څخه دفتر ته روان و چی وویشتل سو . عینی شاهدانو ویلی چی دوه حمله کونکي پر موټر سایکل سپاره وو ، او یو هم په جیپ موټر کی سپور و . پولیس وایی چی ښایی دا یوه کورنۍ یا شخصی مدعا وی . دغه جنرال په ۲۰۰۶ کی تقاعد سوی و ، خو اوس یې په یوه شخصی کمپنۍ کی لوړ مقام درلود . دا په اسلام آباد کی لومړنۍ پښه ده چی یو لوی جنرال وژل کیږی .