دجمعې په ورځ د خوست ولايت اړوند د ببرک تاڼي په سيمه کې دوه سرحدي پوليس د وسله والو طالبانو لخوا د توپک په ډزو وژل شوي او د پوليسو رينجر موټر يي هم له ځان سره بيولي دي .
په خوست کې د دويم نمبر سرحدي لوا قوماندان سمونوال قاسم خيل وايي چي نن غرمه يوولس بجې د ببرک تانې په سيمه کې زموږ سرحدي پوليسو چې غوښتل يي خپلو پوستو ته دموټر په وسيله اکمالات وکړي د وسله والو طالبانو د يو کمين سره مخ شول چې په پايله کې دوه پوليس ووژل شول .
قاسم خيل زياتوي چې وسله والو طالبانو يو رينجر موټر هم له ځان سره بيولي چې دا مهال ډيورنډ پولي ته نږدې په يوه کلي کې دی چې د پوليسو تر څارنې لاندې دی
ببرک تاڼه ډيورنډ پولي ته نږدې سيمه ده چې د دولت وسله وال مخالفين کولي شي په اسانی سره د پولي دواړو غاړو تګ او راتګ وکړي