اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی د القاعده دوهم نمبر مشر ایمان الظواهری په خپله هغه فیته کی چی نن خپره سوه ، ویلی چی د امریکا ټاکل سوی ولسمشر بارک اوباما د امریکایی تورپوستو نه بلکی د سپین پوستو نمایندګی کوی . الظواهری په خپل دغه لومړني غبرګون کی مسلمانانو ته دا پیغام ورکوی چی د اوباما څخه د امریکایی تګلارو د بدلون تمه مه کوﺉ . ده وویل چی اوباما هم د کولن پاول او کاندولیزارایس غوندی تورپوستی دﺉ چی د سپینانو په خدمت کی دی یعنی دوی « کورني غلامان » دي . الظواهری په دغه آډیو فیته کی ( چی ۱۱ دقیقې او ۲۳ ثانیې ده ) وایی چی اوباما هم د اسراییلو په خدمت کی دی او مسلمانان او نور کسان به هماغسی قتلوی . دﺉ زیاتوی چی « امریکا دا دی نوی ماسک واغوست ، خو زړه یې د نفرت څخه ډک دی ، دماغ یې په حرص کی ډوب دی ، او روح یې هم چی تل شرارت ، قتل ، ځپنه او استبداد خپروی هماغسی به وی لکه پخوا چی و . » ده وویل چی افغانستان ته د اوباما لخوا د نورو پوځیانو لېږل د ده ماتی ثابتوی . ده زیاته کړه چی « متوجه اوسی چی د افغانستان سپیان ستاسو د پوځیانو د غوښو پر خوړلو مزې اخلی ، نو په زرګونو نور هم ور ولیږی . »