دكرښي ها خوا دبنو سيمې په هندي خيلو كلى تيره ورځ دوه توغندي توغول شوي چې له امله يې پنځه تنه وژل شوي ،ځايې اوسيدونكى وايي چې دا بريدونه دپولي له دي غاړي افغانستان څخه شوي خو ځايى چارواكي بيا دا خبره نه مني ، درپوټونو له مخي په وژل شوي كسانو كې دوه تنه بهرنيان هم شته،د ا لمړي ځل دى چې امريكايې ځواكونه دسرحد ايالت يوه سيمه په نښه كوي. .تردي وړاندي امريكايې بې پيلوټو الوتكو دپنځوسو په شاوخوا كې هوايي بريدونه دپاكستان پرقبائيلي سيمو ترسره كړي چې دسلوڅخه زيات كسان يي وژلي دي .كه څه هم پاكستانې چارواكي دا خبره چې دوي هم په دا وړبريدونو كې دامريكي سره مرسته كوي نه مني خو په دې وروستيو كې ځينو بهرنيو رسنيو دا خبره څرګنده كړي چې امريكا دپاكستانې چارواكو سره ديوه تړون له مخي په گډه دا بريدونه پر مخ بيا يې.