کور / تازه خبرونه / ډاکټران:دعافیه صدیقه ذهنی حالت ښه نه دی

ډاکټران:دعافیه صدیقه ذهنی حالت ښه نه دی

 دامریکی په نیویارک كې يوې محكمي دډاكټرانو له خولي دډاكټرى عافي صديقي  وكيل ته ويلي چې دنوموړي ذهني حالت دې چمتونه دي ترڅو پري محكمه وچلول شي .ډكټرانو پر عافيي صديقي تر څيړني وروسته ځايې محكمي ته خپل رپوټ وړاندي كړي او محمكي بيا دعافيي مرستال وكيل (گئډن ليوري)ته خبروركړ چې نوموړي  درواني ناروغي ښكار ده،خو دعافيي مرستيال وكيل وايي چې دوي ته لاتر اوسه دډاكټرانو رپوټ نه دي ورسيدلي ،دده په وينا سبا (چهارشنبه) به محكمه دعافيي  په اړه خپله غونډه تر سره كړي او دده په وينا كيدايشي دعافيي دذهني حالت په اړه هم په همدغه غونډه كې پريكړه وشي ،ياده دې وي چي ډاكټره عافيه صديقي پنځه كاله وړاندي له پاكستان څخه اي اس اي نيولي وه او بيا يې  امريكايي ځواكونو ته سپارلي وه چې پنځه كاله په بگرام كې ددغوو ځواكونو له خوا زنداني وه خو څومياشتي وړاندي د غزني پر  والي دځانمرگى بريد اوپر يوه امريكايې فوځي د ډزو په تور په امريكا كې محكمه كيزئ