د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د منتخب ولس مشر بارک اوباما وروستۍ څرګندونې راغستې چې ویلي په افغانستان کې به القاعده ته ماتې ورکړي.
ورځپاڼې په عینې حال کې په یو بل مطلب کې د القاعده شبکې فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې دغه شبکه غواړي چې د چین په سنکیانک ایالت کې هم خپل فعالیتونه پیل کړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه چې پکې یو ځلې بیا ملا عمر ته د خبرو بلنه ورکړاې شوې خپاره شوي غبرګونونو ته کتنه کړې او هغه يې تر ډیره پوچ بللې دي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د کابینې د تیرې ورځې د غونډې په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې پدې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده سپارل شوې څو د هغو عناصرو او رسنیو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي چې قومي تفرقې ته لمن وهي.
ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د ملي یوالي مسلې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې ملي یوالي ته د زیان اړوونکو د فعالیتونو مخنیوې غواړي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د امریکا د منتخب جمهور ريس بارک اوباما وروستۍ څرګندونې راغستې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې له عراق نه د ځواکونو ویستل او د ګوانتانامو زندان تړل دده د کار په لومړیتوبونو کې ځاې لري.
ورځپاڼې د ولس مشر کرزي د وروستیو څرګندونو په ځواب کې د طالبانو د یو جګ پوړي غړي ملا برادر اخند دا وینا راغستې چې د سولې خبرې له افغانستان نه د بهرنیانو له وتلو سره تړلې دي.
ورځپاڼې پخپل دوهم مخ کې هم د ولس مشر کرزي په وروستۍ وینا تبصره کړې خو لیکلي دي چې اوس ناوخته ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې افغان او امریکايې چارواکي له طالبانو سره په خبرو ټینګار کوي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د مشرانو جرګې د یو غړي په حواله لیکلي دي چې د افغانستان د بشري حقوقو سازمان په هیواد کې خپل کفري قوانین پلې کوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغان ولس مشر ته په خطاب کې لیکلي دي چې بهرنیان ستاسو د ګوښه کولو صلاحیت نلري.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو څیړنیز مطلب کې له طالبانو سره د خبرو په وړاندې شتو نړیوالو خنډونو ته کتنه کړې او پدې اړه يې د کارپوهانو نظرونه راغستې دي.
دې ورځپاڼې هم د ولس مشر کرزي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې خو هغه يې له اختره وروسته نکریږې بللې دي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې راروان ژمې او د هوا ته په اشارې لیکلي دي چې خلک د مرستو په تمه دي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د عامې روغتیا د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې په لرو پرتو سیمو کې د درملو د کمښت په اړه هیڅ ډول پلمه نه منل کیږي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د سیمه ایزو ادارو د رئیس په حواله پخپل لومړي مخ کې لیکلي دي چې د اوسنیو ستونزو اصلي علت د خلکو له پامه غورزول دي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د خوراکي موادو په کاروانونو د کیدونکو حملو په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنه هم راغستې او لیکلي دي چې دا په اصل کې په بې وزلو خلکو حمله ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له طالبانو سره د خبرو ننګه کړې خو لیکلي دي چې دا خبرې باید رڼې او ډاګیزه وي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه