لکه برېښنا ناڅاپه ښکار د حوادثو شمه
د ورک منزل په لورې لار د حوادثو شمه
له حوادثو زېږېدلی حوادث زېږوم
کله بچی شم کله پلار د حوادثو شمه
خلک کوي د سپینو خولو او شنو خالو غلامي
زه په دې ټول وطن کي یار د حوادثو شمه
له ډېره وخته په خوبو کي زنځیرونه وینم
دا ډېر کلونه چي سنګسار د حوادثو شمه
لکه مجنون شم د جنون په زولنو کي مسکی
لکه د میني ګرېوان تار د حوادثو شمه