د عراق د ۲۷ وزيرانو څخه جوړي كابيني په دغه هيواد كي د امريكايي عسكرو پاته كېدل د دوو كلونو دپاره پاته كېدل تمديد كړل.
د عراق د بهرنيو چارو وزير هوشيار زيباري وايي د كابينې پرېكړه يې پارلمان ته د تصويب دپاره وړاندي كړې چي تر ۲۰۱۱ كال پوري په دغه هيواد كي د امريكايي عسكرو پاتېدل قانوني كړي.
دا په داسي حال كي ده چي د امريكا نوي ټاكل سوي ولسمشر باراك اوباما هم له عراق څخه د پورتنۍ مودې په جريان كي د امريكايي پوځيانو ايستل په پام كي لري.
باراك اوباما وايي له عراق څخه د يوه مهالوېش له مخي عسكر وباسي او ځيني كنډكونه به يې افغانستان ته ولېږي.