کله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کندهار په ميرويس مېنې سيمه کې نامعلومو کسانو پر ١٦ نجونو تېزاب وشيندل، زه هم د هغو خبريالانو په جمله کي وم چي ميرويس روغتون ته ولاړو او د دغو زيانمنو نجونو له خپل خپلوانو، ميندو او په خپله له دوى سره مو مرکې وکړې. چي په ټولو رسنيو کي په يوه وخت کي خپرې سوې.
د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د فرهنګي چارو مسوول محقق په غونډه کي د کندهار د دې پېښي سخته غندنه وکړه او له دولتي چارواکو يې هيله وکړه که د دغو نجونو تداوي په افغانستان کي امکان ونه لري نو خارجي هېوادو ته دي ولېږل شي.
ما ته هم د ښاغلي محقق دا څرګندوني ځکه د حيرانۍ وړ وې، چي په دي ولايت کي په لسګونو ماشومان او ښځي په بمباريو او ځانمرګو بريدونو کي وژل کيږي، تر اوسه مي وانه ورېدل چي ښاغلي محقق دي د دې ډول غميزو غندنه کړې وي. يوشمېر نژدې کسان يې دا هم وايي چي ښاغلى محقق حتى په داسي پېښو خوشحاله شوى هم دى.
محقق خو هغه څوک دى چي د کوچيانو او هزاره ګانو په مسئله کي يې د نه خوړلو مصنوعي اعتصاب وکړ، ايا تاسي په دې خبر ياست چي پر نجونو د تيزاب شيندلو مسئله کي نوموړى کوم سياسي غرض لري او د دې ټکي باريکي چيري ده؟
په دغو نجونو کي زياتره زموږ د کندهار د درنو شيعه کورنيو څخه دي، چي دغه کورنۍ له کلو راهيسي په کندهار کي د نورو اقوامو تر څنګ د برابرۍ ژوند کوي. ښاغلى محقق دې ټکي ته په پام سره د خپل اعتراض ږغ پورته کوي او غواړي له دي مسئلې يو ډول سياسي استفاده وکړي.
که چيري د تعصب او يا خداى مه کړه بلي ستونزي خبره واى، اول زه د يوې پښتني کورنۍ غړى يم، ما به دا مسئله نه رااخيستلاى، حال دا چي ما درې راپورونه پر دې ستونزي جوړ کړل. په کندهار کي دغه مسايل مطرح نه دي، دلته ټول اقوام د ورورۍ په فضا کي ژوند سره کوي، محقق صاحب دي دلته خپل ډول نه ډنګوي! دلته يې دا متاع خريداران نه لري.