څه شهيد شهيد وطن دی
څه زخمی زخمی بدن دی
ابشارونه دی د وینو
په رنګین لحد کفن دی
ستا غیور ولس زوریږي
ستا باغونه سوځل کیږي
ستا جونګړي را نړیږي
ستا اورونه ساړه کیږي
پر تا اورې سره اورونه
د ناټو درانه بمونه
سرو کفارو لولپه کړي
سرپر سر کاري زخمونه
ستا شیر بریتی شهیدان سول
طاق په طاقه دی زمریان سول
اوس چی ستا پر سر واکمن دي
د انګریزو غلامان سول
په تن پټ په نس ماړه دې
په زګیروي دې خبر څه دې
ستا وګړی چې قتلیږې
دوی د مرګ په خوب بیده دې
دوی ته راغله ډالرونه
امریکا او هیوادونه
تا به څه کوي چې سوځې
بمباریږی دي ودونه
ستا د ناوې سره لاسونه
بند پر بند سوله زخمونه
ستا تور سري سوې سرتوري
ستا ښادی سولې غمونه
ګلی راغلې د وحشیانو
د مرغیو د ښکاریانو
ښخوې به سرې منګولی
په سینو کی د هوسیانو
که ژوندی دا یو افغان وې
ژوندی شومه د زندان وې
تا به اوبه کی په سرو وینو
ستا بیرغ به تل رپان وې
چې هر څوک دلته راغلې
ککری یې دې بایللي
شرمنده انګریز روسان سول
چې غربیانو هم لیدلې
امریکا به هم ماتیږی
ټول جهان ته به شرمیږي
په پسي به یی زامن وې
وطن فروش به روانیږي
بیا به ولمانځو جشنونه
ستا پر زخم درملونه
بیرته جوړي به ښادی کړو
د پیغلانو اتڼوڼه
بیا به زموږ د مینی کور سي
ته به ورور د ښکلی خور سي
تل به ته افغانستان یې
هر غلیم لره به اور سي
یادونه :
دا نظم ما په هغه شپه ولیکی کله چی د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالی په یوه کلي کې چی زموږ په سلګونو افغانان چی ښځي ماشومان، ځونان او زاړه د واده د خوښی په لمانځلو بوخت وه او د پاسه بهرنیو یرغلګرو امریکایانو ورباندی ړانده بمونه واچول او نژدي ۲۰۰ دوه سوه تنه بیګناه افغانان یی د زوم په ګډون شهیدان کړل او ناوې ټپی سوه چې د افغانستان د ملی تلویزیون له لاري یې ما په نکریزو سره لاسونه ولیدل چی زخمی زخمی وه.