جوړ د بنګو کڼډولی وای — يو روحباب وای يو منګی وای
د لغمان په شکور اباد کی —- يو ښايسته ما ز يګری وای
ورته ناست وای په ديره کی — د چنار تر سيوری لاندی
کليوال درنه چار پير وای— هر افغان درته زړګی وای
مه قالينی وای مه کوچ وای — اوار کړی مو نيمسی وای
په ګدر کی شور ماشور وای— وای د پيغلو قطارونه
چی په لپو يي ډکولای — هری پيغلی خپل منګی وای
ښه موسم وای پسرلی وای — د لونګو يو پټی وای
چی شپيلی يي غږولای — هلته خوا کی مو شپونکی وای
المر ورورو ولويدلای — سور شفق وای ماښامی وای
بيا دبام په کټ کی خوب وای– يخ شمال نری نری وای
د حفيظ مليار زړګېه — اوس نو ژاړه په هجران کی
پاده وان په خپل وطن وای — له وطنه سپيلنی وای