کور / تازه خبرونه / په عراق کی یوه کارګو الوتکه را ولوېده

په عراق کی یوه کارګو الوتکه را ولوېده

اسوسشیټیډ پریس د بغداد څخه خبر ورکوي چی یوې کارګو الوتکی د حبیبیه هوایی اډې څخه تر الوتلو وروسته په هوا کی اور واخیست او له منځه ولاړه . په دې الوتکه کی چی د پخواني شوروی اتحاد ساخت وه ، او یوې جرمنۍ کمپنۍ استعمالوله اووه کسه سپاره وو چی ټول وژل سوي دي . د سپرلیو هیواد معلوم نه د ی پداسی حال کی چی امریکایی پوځ او عراقی حکومت هغوی خپل اتباع نه بولی . دا په تیرو دیرشو میاشتو کی دوهمه هوایی حادثه ده چی په عراق کی پیښیږی .