کور / راپور / پكتيا – يوه اندازه وسلي او مهمات ونيول شول

پكتيا – يوه اندازه وسلي او مهمات ونيول شول

د پنجشنبي په شپه د يوه ځانګړي عملياتو په ترڅ كي د پكتيا ولايت د اريوب ځاځيو په ولسوالۍ كي يو اندازه وسلي او مهمات د پوليسو لاس ته وليدل .

د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل ، چي په دي وسلو كي ۱۰۰ فيره د هاوان مرمۍ ، ۱۰۰ د هاوان سرګلولې، يو ميل دهشكه او د دهشكې ۳ بكسي مرمۍ ، ۱۲ حلقي د پرسونل ضد ماينونه ، بارود او لين پكي شامل دي

سمون زياته كړه چي د پيښي په تړاو څوك نه دي نيول شوي ، خو د معلوماتو له مخي چي دوي ته وركړل شوي نوموړي كلا ته قفل اچول شوي وو او شكمنه وه چي له عملياتو وروسته نوموړي وسلي تري تر لاسه شوي.